ازبکستان له افغانستان سره د اختر په مناسبت بشري مرسته وکړه

د حیرتان بندر

ازبکستان د اختر په مناسبت له افغانستان سره یوسل او درې اتیا ټنه بشري مرسته وکړه.

په ترمز ښار کې د ازبکستان سرحدي چارواکو پرون خبر ورکړ چې دا مرستې یې د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه، بلخ ولایت ته واستولې.

په دې بشري مرستو کې اووړه، وریځي، بوره، پاستا، غوړي، لوبیا او یوشمیر خواږه شامل دي.

دا مرستې پرون په حیرتان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان لورې ته وسپارل شوې. په دې مراسمو کې د طالبانو د بلخ د والي مرستیال نور الهدی، د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت اله ایرګاشیف او د سورخند دریا والي اولغبیک قاسموف برخه لرله.

ازبکستان د کوچني اختر او نوروز په مناسبت هم له افغانستان سره د شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي موادو مرستې کړې وې.