په افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

اختر په کابل کې

نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې حکومتونو تقریبا هر وخت اختر له سعودي عربستان سره په یوه ورځ کاوه، خو سږکال طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اختر وکړ.

د اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي، روغتیا پالانو خلکو ته لارښوونه کړې ده چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.

په کابل کې د انتاني روغتون مسوولینو تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د پروسږکال په پرتله په افغانستان کې له لسو تر پنځلسو فیصدو ډیرې شوې دي.

هغه څاروي چې د کانګو کنه په خپل پوست کې لري د هغه حیوان د حلالیدو پرمهال که د هغه له وینې سره د چا لاس تماس پیدا کړي، ممکن د کانګو په ناروغۍ اخته شي.

که د دې ناروغۍ درملنه په وخت ونه شي، وژونکې ده.