لسګونه بندیان د کراچۍ له یو زندان تښتیدلي دي

د چارواکو په وینا د پاکستان د کراچۍ ښار یوه زندان څخه تیره شپه دزلزلې په مهال له ۱۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي او په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی کاشف عباسي نن سه شنبې وویل چې ۲۱۶ بندیان د سهار له لمانځه مخکې له زندان څخه تښتېدلي دي. له دې ډلې څخه ۷۸ تنه بیرته نیول شوي دي.هغه وویل چې په تښتېدلو کسانو کې څوک د اورپکې په توګه پیژندل شوی یا د محاکمې لاندې نه دی.

ښاغلي عباسي زیاته کړه چې په دې نښته کې یو زنداني ووژل شو او درې امنیتي چارواکي ټپیان شول، خو وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی، او زیاته یې کړه چې پولیس د پاتې تښتېدلیو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي.

د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن وویل چې بندیانو هغه مهال د تیښتې هڅه وکړه چې د زلزلې پرمهال د خوندیتوب لپاره له خپلو حجرو څخه بهر را ایستل شوي وو. دوی نا څاپه پر ساتونکو برید وکړ، د هغوی وسلې یې واخیستې، ډزې یې وکړې او وتښتېدل.