په داسې حال کې چې د اسراییل پوځ په غزه کې عملیاتو ته شدت ورکړی، حماس سختدریځې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه دایمي اوربند له چوکاټ سره یې موافقه کړې ده؛ ویل کېږي چې دا طرحه د امریکا د ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف، په منځګړیتوب جوړه شوې ده.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لهخوا ترهګره ډله ګڼل کېږي.
د اسراییلي ورځپاڼې «جروسلم پوست» د چهارشنبې د ورځې د راپور له مخې، حماس په یوه بیان کې ویلي چې دغه توافق «د لسو اسراییلي یرغملو د خوشي کېدو او د ځینو جسدونو د سپارلو» په بدل کې «د یو شمېر موافقهشویو فلسطیني بنديانو» پر تبادله ولاړ دی او د منځګړو هېوادونو په تضمین عملي کېږي.
په دې بیان کې همداراز ویل شوي چې «دا توافق کولی شي د یوه دایمي اوربند، د اشغالګرو ځواکونو د بشپړه وتلو، د بشري مرستو د بهیر د پیل او د غزې د چارو د تنظیم لپاره د یوې مسلکي کمېټې د جوړېدو سبب شي.»
هممهاله، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد په پارلمان (کنست) کې وویل چې د حماس د غزې څانګې مشر او د یحیی سنوار کوچنی ورور، محمد سنوار، «له منځه وړل شوی دی.»