د امریکا ولسمشر وايي، اوس پر ایران د برید لپاره مناسب وخت نه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تېره اوونۍ یې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته په ټیلیفوني خبرو کې په زغرده وویل چې په اوسني وضعیت کې پر ایران برید مناسب اقدام نه‌ دی.

ټرمپ په عین حال کې وویل چې نتانیاهو ته یې خبرداری نه دی ورکړی، بلکې له خپل دریځه یې نوموړی خبر کړی دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل

چې ده نتانیاهو ته وویل فکر نه ‌کوي چې دا دې مناسب وخت وي. ځکه چې دا مهال امریکا له ایرانیانو سره په خبرو بوخته ده، او خبرې تر دې دمه ډېرې ښې روانې دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، که له ایران سره یوې قوي موافقې ته ورسیږي – بیا اړتیا نه‌ پېښېږي چې برید وشي.

له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره موافقه ممکن په یوې یا دوو اوونیو کې وشي.

د اسراییل صدراعظم په دې اړه تراوسه پورې د خبري اژانسونو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.