په غزني کې د «خوشحال» رادیو مسؤول مدیر سلیمان راحل د دې ولایت ابتدائیه محکمې په درې میاشتې بند محکوم کړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د چارشنبې په ورځ دغه پرېکړه غیرعادلانه بللې او غندلې یې ده.
یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د غزني ښار ابتدائیه محکمې په یوه غیرعلني غونډه کې چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه ترسره شوه، سلیمان راحل د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې میاشتې بند محکوم کړ. د سرچینې په وینا، په دې حکم کې د هغه د تېر شوي بند موده هم شامله ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سرچینې په حواله لیکلي چې د طالبانو استخباراتو راحل د روان کال د غویي میاشتې په ۱۵مه نېټه پر فیسبوک پاڼه د ځینو پوستونو له امله نیولی و، چې پکې یې د خلکو د اقتصادي ستونزو او فقر په اړه څرګندونې کړې وې.
د هغه په وینا، د غزني ولایت استخبارات د خلکو د ستونزو انعکاس د عامه ذهنیتونو د پارونې هڅه او د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات بولي.
د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.