د اسراییل صدراعظم: د حماس ډلې مشر محمد سنوار له منځه وړل شوی دی

د اسراییل صدراعمظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ (د می ۲۸مه) وویل چې د حماس مشر، محمد سنوار، چې د دوی یو له خورا مطلوبو کسانو څخه و او د حماس ډلې د وژل شوي مشر، یحیی سنوار کشر ورور دی، له منځه وړل شوی دی.

محمد سنوار د روانې میاشتې په پیل کې د غزې په جنوب کې په یوه روغتون کې د اسراییلو د برید هدف ګرځېدلی او نتنیاهو د می په ۲۱مه وویل چې احتمال شته دی وژل شوی وي.

حماس لا تر اوسه د سنوار مړینه نه ده تایید کړې. امریکا او اروپايي ټولنه حماس ډله د تروریستي سازمان په توګه پېژني.

سنوار تیر کال وروسته له هغه چې اسراییلو د هغه ورور یحیی په جګړه کې وواژه، د حماس فلسطیني وسله والې ډلې لوړې رتبې ته پورته شو.

یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر اسراییل د لوی برید پلان جوړ کړی و چې په نتیجه کې یې جګړه پیل شوه، او وروسته د اسراییلو لخوا په ایران کې د حماس پر مخکیني مشر اسماعیل هنیه تر حملې وروسته، د دې ډلې عمومي مشر وټاکل شو.