د نړۍ دوو مخکښو د هوا پېژندنې سازمانونو وړاندوینه کړې چې په راتلونکو څو کلونو کې به مځکه له بې ساري او ډیرې شدیدې تودوښې سره مخامخ شي چې له ځان سره به وژونکي خطرونه او ډیرې نا آرامۍ راولي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان او د برتانیا د هوا پېژندنې دفتر په وینا، ۸۰٪ امکان شته چې د راتلونکو پنځو کلونو څخه په یوه کې به د نړۍ د تودوښې ریکارډ مات شي، او ۸۶٪ امکان شته چې کلنۍ تودوښه د پاریس په تړون کې تر ټاکل شوي ۱.۵ درجې سانتي ګراد حده زیاته شي.
ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د نړۍ د تودوښې لوړېدل په دې مانا ده چې د تودوښې څپې، وچکالي، سیلابونه، ځنګلي اورونه او سخت طوفانه به زیات شي.
د پوټسډام د اقلیم د اغیزو د څیړنې انسټیټیوټ رییس، یوهان راکسټروم وايي چې د تودوښې په هره لسمه درجې کې زیاتوالی د دې پیښو احتمال زیاتوي.