په خوست کې د طالبانو نوی افتتاح کړی بند ونړېد

په خوست ولایت کې د اوبو یو بند، چې تېره اونۍ د طالبانو چارواکو له خوا پرانیستل شو، د باران له امله ویجاړ شو.

د ليژه د اوبو زېرمه کولو بند د هغو شپږو پروژو څخه یوه ده چې تېره اونۍ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر لخوا پرانستل شوه. د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې دا پروژې په خوست ولایت کې د شا او خوا شل ملیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

په همدې حال کې د خوست ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ګربزو ولسوالۍ اړوند د لېژې بند د ماتېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي.

د طالبانو تر کنترول لاندي د خوست ولایت ویاند، مستغفر ګربز، پر خپله ایکس شبکه لیکلي چې بند د مې په ۲۷مه، د سې شنبې په ورځ د ناببره سیلابونو له امله ویجاړ شو.

د دې بند نړېدو د خلکو سخت انتقادونه راپارولي چې ګواکي بندونه باید داسي جوړ شي چې د اوبو د زیاتوالي، بارونونو او سېلاب زور یووړای شي.