د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، چې په وروستیو کې په عامه غونډو کې ډېر نه ښکاره کېده، د سېشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې راڅرګند شو او د طالبانو د مشر هبتالله اخونزاده ویناګانې یې د دوی لپاره د روزنې او لارښوونې سرچینه وبلله.
یادې څرګندونې هغه په کابل کې د طالبانو د وزارتونو د ریسانو لپاره د "اصلاحاتو او ظرفیت جوړونې" تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
حقاني تر دې وړاندې په خپلو څو ویناګانو کې د طالبانو پر مشر نېوکې کړې وې او په غیری مستقیمه توګه یې نوموړی د واک پر انحصار تورن کړی و.
حقاني د تېر کال د قوس میاشتې په وروستیو کې د یوې مدرسې د فراغت غونډې پر مهال وویل: "دا فکر مه کوه چې زه نن او وروسته ځواکمن یم، که څوک زما خبرې ومني ښه، که نه، نو ګواکې اسمان ځمکې ته راځي؛ نه، ته د خدای پر وړاندې مسوول یې، خدای به درڅخه پوښتنه کوي."
تر دې مخکې په څو عامه غونډو کې د طالبانو پر مشرتابه د حقاني غیرې مستقیمو انتقادونو دا باور رامنځ ته کړی و چې ګوندې حقاني او ملاتړي یې په کندهار کې د طالبانو له رهبر او د هغه د شا او خوا راټولو شوې ډلې سره په یو شمېر مسالو اختلافات لري.