د ناروې د کډوالو شورا وايي، تر یو میلیون ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي

Afghan refugee children board trucks loaded with their belongings as they wait to depart for Afghanistan at a holding centre near the Pakistan-Afghanistan border in Chaman on April 27, 2025.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، له کله چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د بې اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو پلان اعلان کړی، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دې شورا پرون (جمعه) پر خپله ویبپاڼه اعلان وکړ چې د بېرته ستنو شویو افغانانو ډېری په زور ایستل شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغان کډوال هغه هیواد ته په زوره ایستل شوي چې لا دمخه له اقتصادي سقوط، پراخې بې‌وزلۍ، او د خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۶۰۰ زره نور افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.

دا کسان له هغو شاوخوا یو میلیون افغانانو جلا دي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.

افغانستان، چې له مخکې څخه په آسیا کې د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر له پلوه تر ټولو له ستر کړکیچ سره مخامخ دی، اوس د ګاونډیو هیوادونو له لوري د لکونو نورو کډوالو د ورستنېدو بحران هم ورله غاړې شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا دې ته په اشارې چې په درو کې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، د بیرته ستنېدونکو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دې شورا د راپور له مخې، راستانه شوې افغان ښځې هم له ځانګړو ستونزو سره مخامخ دي، لکه د تګ راتګ محدودیتونه، د خوندیتوب خطرونه، او د عایداتي سرچینو محدودیت په هغو ټولنو کې چې باید پکې ژوند وکړي او ځان پکې ور ګډ کړي.