د پاکستان د باندنیو چارو وزیر له افغانستان، بنګله دېش او چین سره د بلاک د جوړېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان مرستیال صدراعظم او د باندنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان باید له افغانستان، چین، او بنګله‌دېش سره ګډ بلاک جوړ کړي.

ډار دا څرګندونې له هند سره د خپل هیواد له وروستۍ شخړې وروسته په پیکینګ کې د پاکستاني سوداګرو له استازو سره په غونډه کې وکړې.

ده له افغانستان سره وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې وویل چې له څو کلونو راهیسې اړیکې سړې وې، خو دی افغانستان ته تللی و او هلته یې د دغه هېواد له واکمنو طالب مشرانو سره لیدلي دي.

ډار په داسي حال کې د افغانستان په شمول د سیمې د څو هیوادونو د ايتلاف غوښتنه وکړه چې د لکونو افغان کډوالو د ایستلو، سرحدي نښتو، د لارو د بندېدو او د ټي ټي پي د ملاتړ په شان د ادعاوو پر سر د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي.