د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: پر دې غور کوو چې طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژنو که نه

مارکو روبیو- عکس ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل چې متحده ایالات پر دې غور کوي چې ایا طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژني که نه.

د ټینیسي جمهوري غوښتونکي استازي له ده پوښتنه وکړه چې ایا امریکا به طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه طبقه بندي کړي؟

روبیو وویل: "زه باور لرم چې طبقه بندي اوس یو وار بیا تر بیاکتنې لاندې ده."
طالبان اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بهرني ترهګریز سازمان (FTO) په توګه نه دي لیست شوي. د بهرني ترهګر سازمان په توګه طبقه بندي متحده ایالاتو ته اجازه ورکوي چې په دا ډول ډلو کې د شاملو کسانو شتمنۍ کنګل کړي او له دوی سره راکړه ورکړه منع کړي.

د طالبانو حکومت هيڅ هیواد تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هیوادونه لکه چین، له دوی سره سفارتي اړیکې لري.