د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې

وروسته له هغه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر خپور شو، د چهارشنبې په ورځ د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې.

امریکايي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.

د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، دې خبر د تېلو رسولو او د سیمه ییزو شخړو د شدت په اړه اندیښنې راپورته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ یې د نړیوالو تېلو بیې ناببره لوړې کړې،

د رویټرز د راپور له مخې د نیویارک د خامو تېلو بیه تر ۳ فیصده زیاته لوړه شوه.

ایران د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) کې د تېلو درېیم لوی تولیدونکی دی، او د راپورونو له مخې، د اسراییلو برید کولی شي له ایرانه د تېلو د انتقال مخه ونیسي.

د رویټرز راپور زیاتوي چې ایران ممکن د هرمز تنګي د بندولو له لارې غچ اخیستونکي اقدامات هم وکړي، چې ویل کیږي د ډیرو هیوادونو د تیلو صادرات به اغیزمن کړي.