د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت Pete Hegseth له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، هیګسیت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن ادارې پرېکړه "ویجاړونکې او شرمونکې" بللې ده.
ده دا پرېکړه د کابل نړیوال هوایی ډګر د ابی ګیټ په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو او ۱۷۰ ملکي وګړو د مړینې لامل وبلله.
هیګسیت زیاته کړې چې د عامه چارو لپاره د دفاع وزیر مرستیال او لوړ پوړي سلاکار شان پارنیل ته يې لارښوونه کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو په اړه د وزارت لپاره د بیاکتنې ځانګړی ټیم رامنځته کړي.