د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله څرګنده کړه چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه توافق وشي، ځکه د ده په وینا، بل انتخاب به «بدتره» وي.
روبیو د سېشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، له ایران سره داسې یوه موافقه وکړي چې له مخې یې تهران ته اجازه ورکړل شي چې د سولهییز اټومي پروګرام لرونکی وي، خو د یورانیمو غني کولو اجازه ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د سېشنبې په ورځ وویل، فکر نه کوي له امریکا سره خبرې کومې پایلې ته ورسېږي.
هغه د امریکایي چارواکو له خوا د یورانیمو له غني کولو لاس اخیستو ټینګار ته په اشارې سره وویل، ایران د چا اجازې ته منتظر نه دی او خپلې پالیسۍ لري.
تهران او واشنګټن تر دې دمه د اتومي پروګرام په اړه څلور پړاوونه خبرې کړي او راپورونه وایي چې د یورانیمو د غني کولو موضوع په دغو خبرو کې اصلي اختلافي ټکی ګرځېدلې ده.