اوچا وايي، سږ کال یې څه باندې ۷ میلیون افغانانو ته مرسته رسولې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې باید ښځو ته د بشري مرستو رسیدل تضمین شي او هغوی باید د مرستو په رسولو کې خوندي او پوره ګډون ولري.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۷.۱ میلیونه افغانانو ته یو ډول بشري مرسته رسول شوې ده.

دا اداره وایي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو مرستې ترلاسه کړي، چې ۸۹ سلنه یې د خوړو مرستې وې.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا مرستې د ۲۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت له نويو مالي سرچینو او همداراز د ۲۰۲۴ کال له انتقال شوې بودجې څخه تمویل شوې دي. اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان بشري اړتیاوې لا هم پر ځای دي او عملیاتي وضعیت "پیچلی" پاتې دی.