د بریتانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو ګواښ کړی چې که اسراییل پر غزه خپله تازه حمله و نه دروي او لا هم د مرستو د رسیدو مخنیوي ته دوام ورکړي، نو پر دغه هېواد به بندیزونه ولګوي او فشارونه به پرې زیات کړي.
دغو درېیو لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ، (د غويي په ۲۹مه) په یوه ګډ بیان کې ټینګار کړی چې د اسراییل له لوري ملکي وګړو ته د ضروري مرستو نه رسېدل «نه منونکی عمل» دی.
دوی ویلي، چې تل یې د اسرائیل د ځان د دفاع حق په رسمیت پېژندلی، خو دا وضعیت چې اوس زیات شوی، بېخي نا متناسب دی.
اسراییل د تېر کال د کب یا حوت له ۱۲مې نېټې راهیسې غزې تړانګې ته د خوراکي توکو، درملو او سونګ توکو د ننوتو مخه نیولې ده، او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د غزې د محاصرې له امله هلته د قحطۍ جدي خطر رامنځته شوی.
سره له دې، په وروستیو ورځو کې چې د اسراییلي پوځ نوی عملیات پیل شوي، اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې غزې ته به د خوړو یوه محدوده اندازه پرېږدي.