له ایران او پاکستان څخه ۸۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه د دوشنبې په ورځ تر ۸۰۰ زیاتې کورنۍ افغانستان ته بېرته ستنې شوې.

د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې له دې شمېر څخه، ۴۴۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا، ۷۹ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۱۰۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۱۷۲ کورنۍ د نیمروز د ورېښم پُل، ۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې، او یوه کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

راپور زیاتوي چې دغو کورنیو ته د طالبانو له خوا مرستې ورکړل شوې دي.

په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان، څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ۴۷۲ زره زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو او همکارو نادولتي بنسټونو د سرحدي دروازو ترڅنګ د ستنېدونکو د هرکلي او لومړنۍ مرستو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي.