طالبانو په لوګر کې د ښځو په ګډون څلور کسان په درو ووهل

عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې یې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي چې دوې ښځې هم پکې شاملې دي.

د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې، د سې شنبې په ورځ، د می په ۱۳مه، څلورو کسانو ته د دوی په وینا د "غیرمشروع اړیکو" او "بدکارۍ" په تور سزا ورکړل شوه.

د معلوماتو له مخې طالبانو هر کس د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو مخې ته د ۲۰ او ۳۹ تر منځ په درو ووهل.

په یوه بله پېښه کې په بدخشان ولایت کې په همدې ورځ، یو سړی چې طالبانو ورباندي د "بدکارۍ" تور پوري کړی و، په یفتل ولسوالۍ کې د طالبانو د پولیسو د مرکزي دفتر په انګڼ کې ۳۹ ځله په دُرو وواهه.

د طالبانو د سترې محکمې د مخکینیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۲۱۳ کسان چې ۱۶۹ نارینه او ۴۴ ښځې دي، د جسمي سزاوو سره مخامخ شوي دي.

مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو د بشري حقونو بنسټونو او مدافعینو له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاوې بندې کړي او د جرایمو د مخنیوي لپاره د یو اصولي او قانوني عدلي او قضايي سیستم له لارې عدالت تامین کړي.