په خرلاڅۍ کې د طالبانو او پاکستان په همکارۍ روغتون جوړ شو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د خرلاڅۍ بندر په اډه کې د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

هغه نن چهارشنبه (۲۴ ثور) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا روغتیایی مرکز چې «د افغانستان-پاکستان د دوستۍ روغتون» نومول شوی، د ښه نیت د پیاوړتیا او دوه اړخیزې همکارۍ په هدف د پاکستان د اردو او د طالبانو د ادارې له‌خوا جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه روغتون کې، چې په عصري طبي وسایلو سمبال دی، تر ډېره د ډیورند کرښې په غاړه د پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

د خرلاڅۍ لار، چې د پکتیا ولایت پورې تړلې ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه مهمه لاره بلل کېږي.

د تګ راتګ دا دروازه له نژدې اوو میاشتو تړل کېدو وروسته، تېره اوونۍ بېرته پرانیستل شوه.