د طالبانو حکومت وايي، چمتو دی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په متحدو ایالاتو کې یې موقتي خوندیتوب پای ته رسیږي.
د امریکا حکومت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو د «موقتي خوندیتوب حالت» د مې پر ۲۰مه پای ته رسېږي، او دا پرېکړه به د جولای له ۱۲مې عملي شي. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا دا پرېکړه د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله شوې ده.
د دې پرېکړې د عملي کېدو په صورت کې زرګونه افغانان له امریکا څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر «ایکس» (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له امریکا او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د ستنولو په اړه رغوونکي بحثونه وکړي، چې نور د پاتې کېدو په شرایطو برابر نه دي.»
ده د افغانانو د موقتي خوندیتوب د پروګرام پای ته رسیدا په اړه د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان مثبت ګام بللی دی.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ډاډ ورکړی و چې هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال له هیواده وتلي، کولی شي بېرته په امن هېواد ته راستانه شي.
خو ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د طالبانو لهخوا د اعدامونو او بېدرکه کېدنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویلي چې: «په افغانستان کې شرایط نور د لنډمهاله خوندیتوب حالت معیارونه نه پوره کوي.» د لنډمهاله خوندیتوب حالت د هغو هیوادونو د وګړو د اخراج مخنیوي کوي او په امریکا کې د کار کولو اجازه ورکوي چې له جګړو یا بحرانونو سره مخامخ وي.