د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره ولیدل.
د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي.
ډونالډ ټرمپ وویل، له سوریې سره دا تماس د سعودي د ولیعهد محمدبن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هڅونه شوی دی.
هغه د سوریې په اړه وویل: «یوه نوې اداره موجوده ده چې هیله ده بریالۍ شي» او زیاته یې کړه: «زه وایم چې بریا درته غواړم.»
د دواړو هېوادونو د مشرانو ناسته د تړلو دروازو تر شا وشوه او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د هغوی خبرې واوري.
د ترکیې د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډیو کنفرانس له لارې د ټرمپ، محمدبن سلمان او احمد الشرع له غونډې سره یوځای شو. ترکیه د الشرع د حکومت او د هغه تر مشرۍ لاندې یاغیانو اصلي ملاتړې وه.
سپینې ماڼۍ وروسته اعلان وکړ چې دې غونډې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.