د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته لاړ

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د یو پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبې (د غويي ۲۴مه) د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ.

د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی به د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم وویني.

دغه ناسته چې د «روسیه ـ اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې جوړېږي، پرون سې‌شنبه د روسیې په قازان ښار کې، چې د تاتارستان پلازمېنه ده، پیل شوې او تر راتلونکې یکشنبې پورې به دوام ولري.

د قازان فورم یوه نړیواله اقتصادي ناسته ده چې هر کال د روسیې په کوربه‌توب ترسره کېږي، او هدف ‌یې له آسیايي هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول دي.

سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه له هغو محدودو هېوادونو څخه ده چې له طالبانو سره تعامل او نژدې اړیکې لري.