د اوکراین ولسمشر: له روسیې سره د اوربند مستقیمو خبرو ته چمتو یو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند په خاطر د لیدو لپاره چمتو دی.

زلنسکي زیاته کړې چې د جګړې پای ته رسولو په خاطر د مستقیمو خبرو اترو لپاره د مسکو غوښتنه "مثبته" بولي.

زلنسکي د می په ۱۱مه وویل چې دا "یوه مثبته نښه ده چې روسانو بالاخره د جګړې د پای ته رسولو په اړه غور پیل کړی دی او په وینا یې دې لور ته لومړی ګام اوربند و.

پوتین څو ساعته مخکې په مسکو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپایي مشرانو او اوکراین دا غوښتنه له پامه وغورځوله چې د اوکراین په جګړه کې دې ۳۰ ورځنی چټک اوربند وکړي او پرځای یې وړاندیز وکړ چې له کیېف سره"پرته له قید او شرطه" د سولې مستقیمې خبرې اترې غواړي چې احتمالاً د می په ۱۵مه به په استانبول کې وي.

د اوربند غوښتنې ته په مستقیم ډول پرته له غبرګونه، پوتین د سولې خبرو اترو د "بیا پیلولو" وړاندیز وکړ چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د روسیې او اوکراین تر منځ ترسره شوې وې. دا یو څو اوونۍ وروسته له هغه و چې روسیې په فبرورۍ میاشت کې پر خپل ګاونډي - اوکران -بشپړه یرغل وکړ.