د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ په کابل کې د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د یکشنبې په ورځ (د مې په ۱۱مه) پر ایکس شبکه لیکلې ده.
د معلوماتو له مخې، طالب چارواکي وايي، چین د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته دې هیواد ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.
چین یو له هغو څو هېوادونو دی چې له طالبانو سره نژدې اړیکې او تعاملات لري.
د۱۴۰۲ کال په سلواغه میاشت کې چین، بلال کریمي په پيکنګ کې د طالبانو د سفیر په توګه ومانه؛ خو د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.
د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کول، نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اصلي شرایط ګڼل کیږي.