د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په وینا د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو به سبا (یکشنبې د غوايي ۲۱مه - مې ۱۱مه) په عمان کې ترسره شي.
رویټرز خبري آژانس هم د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه ده د ولسمشر ټرمپ د حکومت لپاره د منځني ختیځ ځانګړی استازی، سټیو ویټکاف، سبا، یکشنبې عمان ته ولاړ شي چې له ایران سره په خبرو کې ګډون وکړي.
د خبرو دا پړاو باید د غوايي/ ثور په ۱۳مه ترسره شوی وای، خو ایراني او عماني چارواکو هغه مهال ویلي وو چې دا خبرې د "تخنیکي او لوژستیکي" دلایلو له امله ځنډېدلي دي.
د ایراني رسنیو د جمعې د ورځې (غوايي ۱۹مه) د راپورونو له مخې، ښاغلي عراقچي د ایران او امریکا ترمنځ د دې "نامخامخ" خبرو د څلورم پړاو په اړه ویلي: «د عماني دوستانو له لوري د یکشنبې د ناستې پوښتنه وشوه، او موږ یې منلو ته چمتووالی وښود.»
نوموړي زیاته کړه: «عماني چارواکو له امریکایي لوري سره هم خبرې کړي، او تر دې دمه پرېکړه شوې چې خبرې به د یکشنبې په ورځ وشي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو لوری "مثبت او پرمخ روان" وباله او ویې ویل: «موږ ورو ورو د جزییاتو پړاو ته داخلېږو. موږ پر یوه اساسي طرحه مخ ته ځو، خو له مقابل لوري متضاد او ګډوډ پیغامونه اورو، او دې کار ستونزمن کړی دی."
عراقچي د دغو ضد و نقیض پیغامونو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو داسي ښکاري چې د ده اشاره د ایران د اتومي پروګرام د راتلونکې په اړه د امریکايي چارواکو بېلابېلو څرګندونو ته وه.