د امریکا یوې استناف محکمې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بودجې د ورکړې پرېکړه وکړه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوې استیناف محکمې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته د بودجې د ورکړې په ګټه پرېکړه وکړه.

دې محکمې حکم وکړ چې دې راډیو ته د کانګرس له‌ خوا منظور شوې بودجه دې ورکړل شي چې په راتلونکو اوونیو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا پرېکړه د همدې محکمې د درې قاضیانو له‌خوا د مخکینۍ پرېکړې پر خلاف ده.

نوې پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د غوایي ۱۷مه، د واشنګټن ډي‌سي د استیناف محکمې له‌خوا چې ۱۱ قاضیان یې غړي دي، صادره شوه. دا پرېکړه هغه پخوانۍ پرېکړه لغوه کوي چې له مخې یې د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې (USAGM) پر ضد د ابتدایی محکمې حکم ځنډول شوی و.

ازادې اروپا/ازادي راډیو پر USAGM دعوه کړې چې د روان مالي کال د دوهمې نیمایي (له اپرېل څخه تر سپټمبر) لپاره یې بودیجه بند کړې.

د امریکا فدرالي قاضي، رویس لمبرت، د اپرېل په ۲۹مه حکم وکړ چې کانګرس واضح کړې چې باید ازادي راډیو ته بودجه ورکړل شي، او دا چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بودجې هغه قانون لاسلیک کړی چې پکې د دې راډیو تمویل ذکر شوی دی.

قاضي لمبرت امر وکړ چې شاوخوا ۱۲ میلیون ډالر دې ازادې اروپا/ازادي راډیو ته د اپرېل میاشتې لپاره ورکړل شي.

خو د مې په ۷مه، د درې قاضیانو یوې محکمې د یوې رایې په مقابل کې په دوو رایو د لمبرت حکم موقتاً ځنډولی و، چې له امله یې ازادي راډیو ته د اپرېل میاشتې بودجه تر پوښتنې لاندې راغله او د دې رسنۍ محدود فعالیتونه له جدي خطر سره مخامخ شول.

خو څو ساعته وروسته، د استیناف محکمې پوره ترکیب، چې ۱۱ قاضیان لري، د ازادي راډیو بیړني غوښتنلیک ته مثبت ځواب ورکړ او د درې کسیزې محکمې حکم یې وځنډاوه.