د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال رئیس ظاهر قدیر، چې څه موده وړاندې د امریکا په غوښتنه د کینیا حکومت ونیوه، پرون (پنجشنبې) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې محکمې ته حاضر شو، څو د امریکا له خوا د ده د استرداد (بېرته سپارلو) غوښتنه وڅېړل شي.
پر قدیر د مخدرو موادو د قاچاق او ناقانونه وسلو د لرلو تورونه لګول شوي دي.
قدیر، چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته د ده د استرداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده.
هغه محکمې ته ویلي، د خپل سیاسي دریځ له کبله نیول شوی او امریکا ته سپارل کېږي.
د کینیا چارواکو تایید کړې چې د قدیر نیونه د امریکا د یوې محکمې په غوښتنه شوې، چې د مارچ په ۲۵ نېټه یې د هغه د نیونې حکم صادر کړی و. د نایروبي محکمې د ده د توقیف موده غځولې تر څو د استرداد د غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.
د ظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې د امریکا غوښتنه یوازې د نیونې پر حکم او د تورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.