د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (د مې په ۷مه) د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره د ټاپي پایپ لاین پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي چې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. د بیان له مخې میردوف په نژدې راتلونکي کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پلانونه اعلان کړل. خو په بیان کې د دغو پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
ټاپي د ګازو د نللیکې سیمهییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوري نظام، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.