فدریش مرڅ د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې بریالی نه شو چې صدراعظم شي

فریدریش مرڅ

د جرمني د مسیحي دیموکرات اتحاد مشر فریدریش مرڅ، ونه توانېد چې د دې هېواد د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې د صدراعظم په توګه انتخاب شي.

دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، لومړی وار دی چې د جرمني د بریالي ګوند مشر ونه توانېد چې د صدراعظمۍ لپاره د پارلمان له لومړي پړاو څخه بریالی ووځي.

د راپورونو له مخې، مرڅ د سې شنبې په ورځ، د غوايي په ۱۶مه، ونه توانېد چې د پارلمان په ۶۳۰ څوکیو کې لازم اکثریت، یعنې ۳۱۶ رایې ترلاسه کړي. ده شپږ رایې کمې ترلاسه کړې.

له دې امله چې رای ورکول پټ و، معلومه نه ده ـ او ښايي هیڅکله به هم معلومه نه شي ـ چې له ائتلاف څخه کوم غړي د دې محافظه‌کار مشر ملاتړ نه دی کړی.

لکه څنګه چې مرڅ او متحدان یې د جرمني د پارلمان (بوندستاګ) له تالاره ژر ووتل، اټکل کېږي چې دوی به د راتلونکو ګامونو د بحث لپاره وتلي وي.

د جرمني خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي چې مستعفي صدراعظم اولاف شولڅ که څه هم د دوشنبې په ماښام د صدراعظمۍ له چوکۍ د رسمي رخصت په مراسمو کې برخه اخیستې، خو نوموړی به تر هغه وخته پورې په خپله چوکۍ پاتې شي، ترڅو چې نوی صدراعظم لوړه وکړي.

د جرمني د اساسي قانون د ۶۹مې مادې له مخې، صدراعظم مکلف دی چې «د خپل بدیل تر ټاکل کېدو» پورې په خپل مقام کې پاتې شي. همداراز، د هغه کابینه به د لنډمهالي حکومت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.