د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، لا هم پاکستان او هند د افغان سوداګرو د مالونو مخه نیولې ده.
ده ازادي راډیو ته وویل چې په تجارتي مال بار سلګونه کانتینره په کراچۍ، تورخم او سپین بولدک او همداراز واګه بندرونو کې درول شوي:
«۱۵۰ لارۍ چې وچه مېوه او تازه سبزي پکې ده او باید د پاکستان له لارې واګې ته داخلې شوې وای، متاسفانه اول پاکستان درولې وې اوس هند اجازه نه ورکوي. پر دې سربېره زموږ یو نیم زر کانتینر چې د هند مالونه پکې بار دي او کراچۍ ته رارسیدلي، هلته ولاړ دي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي دغه غړي له هند او پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو کانتینرونو ته اجازه ورکړي چې خپل مال تر منرله وروسوي.