سیلونو په بدخشان کې د ۵ تنو ژوند اخیستی

د بدخشان په بهارک ولسوالي کې د سیلو له کبله ۵ تنه مړه شوي دي.

په بهارک او همداراز جرم ولسوالیو کې سیلونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.

په بدخشان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري نن وویل چې سیل په بهارک ولسوالي کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

تر ده مخکې په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پيښو امر محمد کامګار ویلي و چې د جمعې د ورځې سیلونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړې دي.

د طالبانو دغه مسوول زیاته کړه چې سیمې ته یې کومکي ډلې استولې دي چې حال معلوم کړي، خو په جرم او بهارک ولسوالیو کې یوشمیر کسانو رسنیو ته ویلي دي چې په سلګونو جریبه زراعتي ځمکه او باغونه ویجاړ شوې دي او ګڼ کورونه هم سیلونو وړې دي.

د راپورونو له مخې دغو سیلونو د فیض اباد-بهارک پر لویه لار یو شمیر موټر هم وړې دي.