د بریتانیا پولیسو اعلان کړی چې د څلورو ایرانیانو په شمول یې پنځه تنه د ترهګرۍ په تور نیولي دي.
د لندن ښار پولیسو د یکشنبې په سهار (د غویي ۱۴مه) په یوه بیان کې ویلي چې دغه کسان په لندن، سویندون، او مانچسټر کې نیول شوي، او پر دوی پر یوه ځانګړي ځای د حملې لپاره د دسیسې جوړولو شک دی.
پولیسو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې څلور تنه یې د ایران اتباع دي او عمرونه یې د ۲۹ او ۴۶ کلونو ترمنځ دي. د پنځم کس عمر او تابعیت تر اوسه تر څېړنې لاندې دي.
د لندن د متروپولټن پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشر، دومینیک مورفي، ویلي: «تحقیقات لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي، او موږ د مختلفو احتمالي لارو پلټنه کوو، څو معلومه کړو چې آیا دا موضوع د خلکو لپاره نور احتمالي خطر هم لري که نه.»
مورفي زیاتوي چې د امنیتي دلایلو له امله، اوس مهال نور معلومات نه شي شریکولای.
تر دې دمه د موضوع په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، او ایراني چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.