اسراییل خپل لسګونو زره احتیاطي ځواکونه وروبلل

د اسراییل پوځ، په غزې تړانګه کې د خپلو پوځي عملیاتو د پراخولو په درشل کې، د لسګونو زره احتیاطي ځواکونو د رابللو امر کړی دی.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د دې لپاره رابلل شوي چې د اسراییل دننه او لوېدیځې غاړې فعال سرتېري بدل کړل شي، څو د غزې جبهې ته د هغوی د استولو زمینه برابره شي.

که څه هم د اسراییلي پوځ ویاند دغه راپورونه نه دي تایید یا رد کړي، خو د فرانس پریس خبري آژانس ځینو خبریالانو ویلي چې د هغوی خپلوانو ته د بلنې احضاریې رسېدلي دي.

د اسراییل دولتي رسنۍ (کان) هم راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ به د اسراییل امنیتي کابینه غونډه وکړي، څو د غزې د عملیاتو د پراخولو طرحه تصویب کړي.

د اسراییل پراخ عملیات د مارچ پر ۱۸مه (د کب ۲۸مه) بېرته پیل شوي، دا په داسې حال کې چې د دوه میاشتنۍ اوربند د تمدید هڅې، چې له جنورۍ راهیسې نافذ وو، له خنډ سره مخامخ شوي دي. یاد اوربند د قطر، متحدوایالتونو او مصر په منځګړیتوب رامنځته شوی و، خو په وروستیو اوونیو کې خبرې اترې تقریباً درېدلې دي.