د ایران او امریکا استازي نن په عمان کې غونډه لري

عباس عراقچي او سټیف ویتکوف

د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازي به نن یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ استازی سټیف ویتکوف به د عمان په پلازمینه مسقط کې په غیر مستقیم ډول دا خبرې مخته یوسي.

اونۍ مخکې د شنبې په ورځ دواړو لوریو د ایتالیا په پلازمینه روم کې خبرې کړې وې او تر هغې یوه اونۍ مخکې د شنبې په ورځ دواړو لوریو په مسقط کې خبرې کړې وې.

د تیرو دوو اونیو خبرې دواړو خواوو رغنده بللې دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې هیله ښکاره کړه چې له ایران سره به یوې موافقې ته ورسیږي، خو دا ګواښ یې بیا تکرار کړ، که دیپلوماسي ناکامه شوه پوځي انتخاب په خپل ځای دی.