شویګو: د مسکو په نړیواله غونډه کې د افغانستان مساله د اجنډا مهمه برخه جوړوي

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو وایي، د مسکو د نړیوالې غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.

ټاکل شوې ده چې دا درې ورځنۍ غونډه د مې په اووه ویشتمه د روسیې په پلازمینه مسکو کې پیل شي او د نړۍ د شاوخوا یوسل او پنځوس هیوادونو استازي برخه پکې واخلي.

د روسیې تاس اژانس د شویګو په وینا خبر ورکړ چې د افغانستان قضیې ته په خپل بهرني سیاست کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ لومړیتوب ورکوي.

روسیه په کابل کې له واکمنو طالبانو سره نژدې اړیکي لري؛ تیره اونۍ یې د طالبان نوم د ترهګرو له لست څخه لرې کړ او ویې ویل چې په مسکو کې به د دوی سفیر ومني، خو لاهم روسیې د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پيژندلی.