عراق له سوریې سره د غنمو مرسته کوي

د سوریې له دیر الزور د زرګونو ماشومانو له ډلې یو بیځایه شوی- د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۱۸مه-ارشیف

عراق غواړي چې له سوریې سره د دوه لکه شل زره ټنه غنمو مرسته وکړي.

د سوریې د غله دانې د عمومي ریاست په وینا، د دې غنمو لومړی بار اوس دیر الزور ولایت ته رسیدلی دی.

عراق په داسې وخت کې دا مرسته کوي چې سوریې د مارچ په پنځه ویشتمه نژدې یولک ټنه غنم واخیستل. ویل کیږي چې د پروسږ میلادي کال په وروستیو کې په سوریې کې د رژیم تر بدلیدو وروسته دا لومړۍ لویه سودا وه چې له بهیره یې کوله.

د سوریې د پخواني ولسشر بشار الاسد له رژیم سره روسیې او ایران د غنمو او سون موادو په برخو کې مرسته کوله او دا مرستې وروسته تر دې بندې شوې چې وسله والو په ډسمبر کې میاشت کې دمشق ونیو او بشارالاسد مسکو ته وتښتید.