امریکایي پوځیانو پر حوثیانو درنه بمباري کړې

د پروسږکال جولای په میاشت کې د یمن پر حدیده بندر بمباري-ارشیف

د امریکا پوځ ویلي دي چې د دوی هوایي بریدونو په یمن کې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، حوثیانو ویلي چې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړ ترڅو د ایران ملاتړیو حوثي یاغیانو لپاره د تیلو اکمالات بند کړي او دوی له عاید څخه محروم کړي.

سینټکام په یوه بیان کې وویل، د دې بریدونو هدف د حوثیانو د ځواک اقتصادي سرچینې کمزورې کول وو.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د دې برید هدف د یمن خلکو ته زیان رسول نه وو، هغو غواړي چې د حوثیانو له واکمنۍ خلاص شي او په سوله کې ژوند وکړي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه د حوثیانو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د دې کمپاین په تعقیب، د حوثیانو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي ترڅو په سره سمندر او د عدن په خلیج کې پر ملکي او پوځي کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته ورسوي.