د اپرېل تر لسمې ۴۵ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي

افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي چې د اپریل په لومړیو لسو ورځو کې نږدې ۴۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. دغې کمشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دې شمېر کې له ۱۴ زره ډېر یې په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

د یو این ایچ سي ار په راپور کې راغلي دي چې د اپریل له لومړۍ تر لسمې د افغان کډوالو د ډیپورټ په کچه کې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې د ورته مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د راپور په ټکو دغه راز د اپریل په لومړیو پنځه ورځو کې ۱۶۵۵ افغان کډوالو توقیف شوي چې دا د روان ۲۰۲۵ کال د نورو میاشتو په پرتله تر ټولو لوړ شمېر دی.

د پاکستان حکومت د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې په دې هیواد کې د افغان سیتزن کارت لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او له دې هیواده د ایستلو چټک عملیات پیل کړي دي.

دغه هیواد د روان کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د مارچ له ۳۱ مې دې په دې هیواد کې میشت ټول بې اسناده او دغه راز د اې سي سي یا افغان سیټیزن کارت لرونکي افغان کډوال له پاکستانه ووځي کنه د اپریل په لومړۍ نېټه به یې له پاکستانه د ایستلو عملیات پیل شي.

په همدې حال کې د اې سي سي یو کارت لرونکی افغان کډوال چې تازه له پاکستانه ایستل شوی او اوس مهال د کډوالو لپاره د طالبانو د حکومت له لوري په تورخم کې په یو جوړ شوي کمپ کې استوګن دی ازادي راډيو ته وویل چې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

دی چې نظر محمد نومیږي او د اتو ماشومانو پلار دی وايي:

«اوه لورګانې مې دي، یو لس میاشتنی زوی مې دی، میرمن مې د زړه تکلیف لري، غوړیو، وړو، لوبیا، بورې او هر څه ته اړتیا لرو، باید موږ سره مرسته وشي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ کې میشت یو افغان کډوال ملک خان محمد ازادي راډيو ته وویل چې همدا نن هم د دوی په سیمه کې د پولیسو چاپې روانې دي او ګڼ افغانان پولیسو له ځانونو سره یوړل.

«همدا اوس دلته پولیسو چاپه ووهله، ښځې یې یوړې ځان سره ماشومان یې یوړل ځان سره، دوی د پي او ار کارتونه هم لرل، خو دوی ټول یوړل، دلته چې کوم ظلم روان دی، ولاکه نه په غزه کې شوی وي او نه په فلسطین کې.»
کراچۍ کې افغان کډوال

که څه هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په نړیواله کچه د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو له لوري غندل شوې او له پاکستانه غوښتل شوي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي خو وړمه ورځ د اپریل په ۱۰ مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او دا چې دضرب الاجل موده نه غځول کیږي.

نوموړي وویل چې په پاکستان کې ۸۱۵ زره افغان سټیزن یا اې سي سي کارډ لرونکي کډوال ثبت او راجستر دي.

پاکستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پيل کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمشنرۍ ویلي چې تر دې دمه ټول ټال ۸۹۷ زره افغان کډوال افغانسان ته ستانه شوي چې له دې ډلې یې له ۵۵ زره ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ دا وار خپل هېواد ته کډوال شوم

په دې اړه نور: له پاکستانه د ګڼ شمېر کډوالو ستنول د افغانستان د اقتصاد او کار پر بازار څه اغیز کوي؟