ایران ته د ولسمشر ټرمپ سخت خبرداری

د ایران او امریکا بیرغونه

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا ګواښ کړی، که ایران خپل اټومي پروګرام ختم نه کړي پر ضد به یې پوځي ځواک وکاروي . نوموړي زیاته کړې چې اسراییل به د دې ممکنه پوځي برید “مشري“ کوي.

ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر نهمه په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته وویل چې که ضروري وي نو امریکا به د ایران پر ضد له بشپړ پوځي ځواکه استفاده وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ په عمان کې د شنبې په ورځ پيلیدونکي خبرې به تر کله روانې وي. ولسمشر ټرمپ وویل چې “له موږ سره وخت شته“. نوموړي زیاته کړه چې د خبرو په نتیجه کې یوې حللارې ته د رسېدو لپاره حتمي مهال ویش نه لري.

ولسمشر ټرمپ له ایراني چارواکو سره د خبرو اعلان د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې د اسراییل له صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره د غونډې پر مهال کړی و.