د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره نوې اسانتیا
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه کې مسوولین وايي، د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په ۳۴ قلمه وارداتي توکو د لېږد فورم لغو کړ.
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو غړي دکتور مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل، په دې توکو کې خوراکي او ساختماني مواد برېښنايي او روغتیايي وسایل شامل دي.
دا چې د لېږد فورم څه ډول فورم دی، او لغو کېدل یې سوداګرو ته څه اسنتیاوې برابروي زمونږ همکار له ښاغلي مخلص احمد سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې د دغه فورم په اړه ترې پوښتلي دي.