د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د دواړو هیوادو ترمنځ له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پردوام ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د دغه وزارت د ویاندې ټامي بروس په وینا راغلې دي چې پرون د ټیلفوني مکالمې پرمهال ښاغلي روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار څخه چې د صدراعظم مرستیال هم دی مننه وکړه چې د داعش خراسان غړی محمد شریف اله یې نیولی او امریکا ته سپارلی دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په لومړیو کې کانګرس ته په وینا کې د شریف اله د نیولو خبر ورکړی و.
ښاغلي ټرمپ کانګرس ته د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې په لومړۍ وینا کې محمد شریف اله یو ترهګر وباله چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په شپږ ویشتمه یې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه په هغه ځان مرګي برید کې لاس درلود چې دیارلس امریکایي پوځیان او شاوخوا یوسل او اویا افغانان ووژل شول.
د دې برید مسوولیت داعش منلي و.