هنګري اعلان وکړ چې له نړیوالې جنایي محکمې (ICC) څخه وځي. دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو بوداپست ته رسیدلی دی.
وروسته تر دې چې ( ای سي سي) پر نتنیاهو په غزه کې د جنګي جنایتونو تور پورې کړ او د هغه د نیولو خبرداری یې ورکړ، دا لومړی ځل دی چې نتنیاهو یوه اروپایي هیواد ته سفر کوي.
د هنګري دفاع وزیر کریسټوف سزالي-بوبرونیکزکي د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې د پلازمینې بوداپست په هوایي ډګر کې د نتنیاهو هرکلی وکړ.
څو ساعته وروسته د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان او لوی درستیز ګیرګلي ګلیاس په وینا دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې حکومت په هاګ کې د میشتې محکمې له غړیتوبه وځي.
په هنګري کې د اونۍ په پیل کې دیپلوماتیکو سرچینو د ازادې اروپا/ازادي راډيو ته همدا خبره کړې وه چې هنګري به له ای سي سي څخه بهر شي.