روسي او اوکرايني ځواکونو نن بیا پر یو بل حملو ته دوام ورکړ

اوکرایني او روسي ځواکونو تېره شپه او نن سهار وختي یوځل بیا پر یوبل هوايي حملو ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

دا حملې داسې مهال کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د ټینګولو لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې د مشرانو هڅې روانې دي. اوکرایني چارواکي وايي چې په دنیپرو پیتروفسک سیمه کې د روسیې د توپونو په برید کې یوه اویا کلنه ښځه وژل شوې او په چیرني هیف کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ دوه پاسني پوړونه ویجاړ شوي دي خو د دې حملو د تلفاتو په اړه تراوسه جزییات نه دي خپاره شوي. بل خوا د روسیې د بېلګورد سیمې والي ویاچیسلاو ګلادکوف ویلي دي چې په ګوبکین ښارګوټي کې یوه شخصي کور، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د لګېدو له کبله اور اخیستی دی.

په عین حال کې په داسې حال کې چې د روسیې له کورسک سیمې د اوکرایني سرتېرو د ایستلو لپاره د روسيې د پوځ هلې ځلې دوام لري، اوکراین پرون د روسیې هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي، په کورسک کې یې اوکرایني ځواکونه کلابند کړي دي.