هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت او هند دواړو غبرګې رد کړې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل، په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د ترهګرو له لوري برید کې «افغاني او هندي وسلې» کارول شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم د پاکستان پوځ او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې بلوچستان کې پر اورګاډي برید کونکي په افغانستان کې له خپلو ملاتړ وسلوالو سره تماس کې وو.
په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي د ترهګرو له لوري برید کې «افغاني او هندي وسلې» کارول شوي ديد پاکستان پوځ
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان د حکومت ادعاوې رد کړي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې له غیر مسولانه څرګندونو ډډه وکړي او په ټکو یې د دې «غیر مسولانه» څرګندونو پر ځای دې پر خپل کورني امنیت تمرکز وکړي.
دغه وزارت همداراز د دې پېښې له امله د بې ګناه خلکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې.
د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند چوهدري د بلوچستان او پاکستان کې د نورو تېرو پېښو «اصلي ملاتړی» هند بللی دی.
خو هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند راندیر جیسوال په حواله ویلي، نوموړي د ياکستان دا ادعاوې رد کړي دي.
راندیر جیسوال هم د جمعې په ورځ ویلي چې نړۍ په دې پوهېږي چې د ترهګرۍ مرکز چېرې دی.
په دې اړه نور: پاکستان: "د جعفر ایکسپریس برید کوونکي له افغانستان سره په تماس کې وو" – طالبان بیا دا ادعا ردويهندي رسنیو د جیسوال له قوله زیاته کړې چې پاکستان دې پر نورور هېوادونو د تور پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.
ځینې افغان پوځي او امنیتي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان په خيل هېواد کې د سیمې د نا امنۍ لپاره لکه د بلوڅ ازادي غوښتونکو او ټي ټي پي په شان له وړاندې رامنځته کړې ډلو بیه اوس خپله پرې کوي.
د پوځي چارو پوه اختر راسخ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل،
(زه فکر کوم چې دا لوبه په خپله د پاکستان استخباراتو پیل کړې وه، پاکستان د سیمې د نا امنۍ او د افغانستان او هند د رژیمونو د ړنګولو لپاره دا ترهګر ګروپونه وروزل، اوس د پاکستان د استخبارات خپله کړنه داسې تحلیلوي او ښیي چې د دوی پر وړاندې د هند او طالبانو له ادرسه بالمثله عمل کېږي،دا لوبه دوی خپله شروع کړې وه او اوس په کې خپله سوځي).
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف هم د پنجنشبې په ورځ د کابینې ناسته کې افغانستان کې طالبان تورن کړل چې په خبره یې «زرګونه ترهګر جنګیالي» یې له زندانونو خوشې کړل چې په ټکو یې اوس په پاکستان کې جنګېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سه شنبې په ورځ وسله والو بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر یوه اورګاډي برید وکړ او تر ۴۰۰ ډېر مسافر یې یرغمل کړل.
تر دې برید وروسته پاکستان اعلان وکړ چې د دوی پوځي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ټول ۳۳ بریدګر وژلي دي. بلوڅ ازادي بښونکي ځواک ډلې د پاکستان د پوځ دا ادعا رد کړې ده.