په داسې حال کې چې ټاکل شوې، روسیې ته تللی امریکایي پلاوی په اوکراین کې د لنډمهاله اوربند په اړه نن له روسي چارواکو سره خبرې وکړي، د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یوه جګپوړي همکار له دغو خبرو څو ساعته مخکې له اوکراین سره هرډول لنډ مهاله اوربند ردکړ.
یوري یوشاکوف له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې چې نن پنجشنبې خپره شوې وویل چې د یوه اوربند لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ وړاندیز به چې کییف پرې سلا کړې، یوازې اوکراین ته وخت ورکړي چې پرځان هغه فشارونه کم کړي چې روسیې یې پرځواکونو راوستي دي.
اوشاکوف زیاته کړه چې په دې اړه یې خپل دریځ څرګند کړی چې دغه اوربند له دې پرته چې د اوکراین پوځ ته به د لنډې مودې لپاره په آرامۍ د ساه اخیستو فرصت برابر کړي، بل څه نه وړاندې کوي. هغه همدارنګه وویل چې په دې اړه یې یوه ورځ مخکې د مسکو دریځ په ټیلفوني خبرو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ته هم بیان کړ.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف نن پنجشنبې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري. روسي چارواکو وویل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د چهارشنبې په ورځ په اوکراین کې د لنډ مهاله اوربند د وړاندیز جزیات له روسیې سره شریک کړل او مسکو چمتو دی چې په اړه یې خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې دی هیله من دی چې کریملن به د امریکا له خوا وړاندیز شوی دیرش ورځنی اوربند ومني.