د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په بلوچستان کې د جعفر ايکسپريس اورګاډي ټول يرغمل یې خوشې کړې او ۳۳ وسله وال یې وژلي دي. پوځ د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ۴ پوځيان هم وژل شوي او عمليات پای ته رسېدلي دي.
خو له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ ليبریشن ارمي نن (د مارچ پر ۱۳مه) غرمه مهال په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې له پاکستاني پوځ سره یې نښتې اوس هم روانې دي او يرغمل کسان یې په قبضه کې دي. دې ډلې ويلي چې د هغه اورګاډي له سپرليوو یې ولسي وګړي خوشې کړي او په رخصتيوو کور ته روان، د بېلابېلو امنيتي ادارو سرتېري چې شمېر یې له ۱۰۰ اوړي، وژلي دي. خو پوځ د وژل شويو کسانو شمېر ۲۱ ښيي. په خپلواک ډول د دواړو غاړو د دعوو تصدیق نه شي کېدلی.
بي اېل اې دا اورګاډی چې له ۴۰۰ زيات کسان پکې سپاره وو، د مارچ پر ۱۱مه، د پټلۍ تر الوځولو وروسته محاصره کړی وو. هغې ډلې د محاصره سرتېرو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو بنديانو او په جبري ډول د لارکه بلوڅانو د خوشې کېدو غوښتنه کوله.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، شفقت علي خان نن (د مارچ پر ۱۳مه) په خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د برید تر شا د هند او افغانستان لاس دی. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې دا تورونه رد کړي او وايي چې "پاکستان دې د غير ذمه واره تورونو لګولو پر ځای د خپل ملک امنيت وساتي". هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي خو په پخوا وختونو کې یې ورته تورونه بې بنیاده بللي دي.
د پاکستان په پارليمان کې اپوزيشن ګوندونو د پاکستان پر حکومت او پوځ تور پورې کړی چې د ترهګرۍ په ختمولو کې ناکامه دي.
د تحريک انصاف يو مخکښ، شيرافضل مروت وويل د مارچ پر ۱۳مه، په خپله وينا کې وويل چې پر ریاست د خلکو باور ختم شوی دی.
"ردالفساد، ضرب عضب، او نورو پوځي عملياتو هېڅ نتيجه نه ده ورکړې. يو ایسټبلیشمینټ راشي، وايي طالبان ختمووو، بل وايي سوله ورسره کوو. دا د دوه، دوه مياشتو پالیسیانې دي. دا اوس څه ډرامه روانه ده؟ ۷ لاکه پوځ دی او لس زره وسله وال، نو بیا دهشتګردي ولې نه ختمېږي؟"
د پاکستان پوځ تل په سیاست کې د مداخلې تورونه رد کړي دي. خو په پارلمان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، د جمعيت علمای اسلام (ف) او د تحريک انصاف ځينو غړيو هم ورته خبرې وکړې او تور یې پورې کړ چې د امنيتي ادارو پام د امن ساتلو پر ځای سیاست ته دی. د هغوی د نيوکو په ځواب کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وويل چې ناامني د تحريک انصاف له تېر حکومته ورته پاتې ده او پوځ د ترهګرۍ ضد ډېرې قربانۍ ورکړې دي.