د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ UNHCR په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دې ادارې په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی ویل شوي چې په فبروري کې، په پاکستان کې د نیونو او توقیفونو کچه د جنوري په پرتله پنځلس سلنه زیاته شوې ده. د UNHCR د راپورله مخې په فبرورۍ میاشت کې له ۱۴۰۰ د زیاتو کسانو نیونې او توقیفونه ثبت شوي دي. د دې ادارې په خبره د دې نیونو او توقیفونو شاوخوا پنځوس سلنه یې په پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ کې شوي دي.
د UNHCR په وینا، د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې، شاوخوا ۱۷،۹۰۰ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي چې په دې ډله کې ۱۴۱۷ یې ډیپورټ شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ داسې مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.