د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

په بلوچستان کې پر رېلګاډي تر برید وروسته وضعیت

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر رېلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو تنظیم کړی و چې مشران یې په افغانستان کې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې یې خپره کړې ویلي چې پرجعفر ایکسپرس رېلګاډي د وسله والو برید ته چې په سلګونو مسافریې برمته کړي و، پوځ په چټکۍ ځواب ورکړ، ټول ۳۳ ترهګریې ووژل او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل وژغورل. د مسافرو پردغه ریلګاډي چې له کوټې پیښورته په لاره و، د سې شنبې په ورځ سیبۍ سیمې ته نژدې د بلوچستان د آزادۍ پوځ ( بي ایل اې) اړوند وسله والو برید وکړ. دې ډلې د شاوخوا پنځوسو یرغملود وژلو ادعا کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې دا برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان تمه لري چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او هغو ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې تل ردکړې او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي.